دافغانستان تاریخی او صمیمی دوست هیوادونه
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک


 لندن دمې ۲۱ - ۲۰۱۳

افغانستان دتاریخ په اوږدو کې د مختلفو هیوادو مخصوصا همسایه ګانو له خوانه تهدید او تر ډول ډول فشارو لاندې نیول شوۍ وو ، خو زموږ خلکو چې سالمه رهبری ېې نه درلودله تل د نابکارو او خرڅ شویو افغانانو له خوانه بیرته زموږ په حریم دشمنانو ته زمینه د تجاوز او اشغال برابره کړې وه او زموږ خلک ېې د لوېې بې سترۍ سره مواجه کړي وو ،خو زموږ هیواد هغه وخت هم یو تعداد صلح دوست - خیرخواه او بې مقصده دوستان او طرفداران لرل چې له هغو جملې نه د ترکېې او هندوستان هیوادونه دي ، دتاریخی لحاظه دغو دوو هیوادو نه یوازې چې زموږ په داخلی او خارجي امورو کې لاس نه دی وهلی بلکه زموږ د هیوادو سره ېې په مختلفو زمانو کې او مختلفو رژیموکې ، علمی - فرهنګي - تخنیکي او نظامی او تجارتی مرستې کړې دی د مثال په ډول دترکې هیواد چې د هغو پیاوړۍ او قهرمان میړه اتاتورک د ترکي هیواد ته ازادی او ترقی ور په نصیب کړه زموږ د نو بنیاده هیواد افغانستان سره د امیر امان الله خان سره ډیرې مرستې کړې دی یو له هغو نه زه د یوه عیني شاهد په توګه وایم چې زموږ سره ېې د ویزې سهولتونه او مجانی ویزه مخصوصا هغو کسانو ته چې د افغانستان د خدمت ( ګلابی ) پاسپورت لرونکي وو د ترکې هیواد ویزه ضرور نه وه مثلا زه شخصا د حزب دیموکراتیک خلک افغانستان په دوران کې په ۱۹۹۰ کې دیوه کاری سفر په خاطر چې د خدمت پاسپورت می لرلو ترکیی ته لاړم او هلته ېې زما سره ډیر انسانی برخورد کړې او هغه وخت چې ما پاسپورت ورکړو نو ډیر زر ېې ټاپه کړو او بیرته ېې را کړو او نور یوه هفته چې ما خپل کارونه تر سره کړل بیرته چې را وتلم بیا ېې ماته خروجی ټاپه کیشوه او په عزت ېې رخصت کړلم چې دغه د امان الله خان دوخت تعهد او قرارداد وو او ترکانو ته تر نن زمانه د اعتبار وړ دې ، دوهمه خبره داده چې ترکې زموږ ډیر زیاد ارکان حرب افسران تربیه او زموږ اوردو ته ېې تقدیم کړل( دظاهر شاه له وخته بیا تر حزب دیموکراتیک خلک افغانستان پورې ) چې دنړۍ په ارکانحربی مکتبو کې ټاپ ارکان حربان هغه وخت شمیرل کیدل ، نن سبا ترکیه زموږ د هیواد سره ډیرې بیشماره هر اړخیزه مرستی کوې امید واره یم دافغانستان خلک دترکی بې غرضه - مرستو ته هر کلۍ وواي او همیشه د ترکېې هیواد دخلکو منندویه ووسي، او نن وینو چې دترکې هیواد زموږ سره په نظامی برخو کې ، په تحصیلی برخو کې ،په تجارتی برخو کې ، په علمی او فرهنګي برخو کې د ( ڼاتو ) په چوکات کې خپلو انسانی او دوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او زه یقین لرم چې ترکیه زموږ سره ملاتړې وه او ملاتړې به وي ، ژوندۍ دې وي د افغانستان او ترکېې تر منځ نه شلیدونکې دوستي.

دترکې تر څنګ یو بل ډیر بافرهنګه او با تمدنه او دلوی غرور څښتن هیواد چې نن د نړۍ د پرمخ تللو هیوادو په قطار کې ولاړ دی هغه د هندوستان دوست او زموږ ملاتړۍ عزیز هندوستان دی،هندوستان د ابتدا نه زموږ د امیرانو او سلاطینو او شاهانو له طرفه ځوریدلۍ، کړیدلۍ او ډیر تلفات ېې ورکړي دي خو په سر ددې هم بیرته زموږ سره په ډیر انسانی - اخلاقی - اوزړه سوي سره خپلو هر اړخیزه مرستو ته ادامه ورکوي ، زما په یاد دی چې هندوستان زموږ د هیواد په مختلفو رژیمو کې د افغانستان دخلکو ملاتړلې وه او نن هم هندوستان وروسته له امریکا - جاپان نه دریم هیواد دی چې ډیری زیاتی بی مقصده او په موقع سره ېې په حدود دوه ملیارده ډالره مرستې افغانستان ته ورکړي دی،زه دیوه عینی شاهد په توګه وایم چې کله زه دیوه بل ملګرې رسول خان سره د ارکانحربۍ مکتب چې دوه کاله ېې دوام وکړو البته په ۱۹۷۵ کې لاړو د ابتدا نه کله چې د هندوستان هوایی میدان ته ورسیدو هلته زموږ په انتظار یو افسر ولاړ وو او موږ ېې یوه لکس هوتل ته بوتللو او بیا ېې دطیاری تکسونه را ته واخیستل او دریل تکسونه ورسره نو ېې په عزت داری تر اکادمی پورې بدرقه کړي یو او په هره ایستادګاه کې یوافسر دیوه( تیفن باکس ) برتن یا ددوډۍ خوړلو بسته ظروف لرونکې بکس را کړې او تر هدف ېې زموږ قدر کړۍ دی او هلته ېې هر یوه ته دوه اطاقه اپارتمان چې ټول لازمی ضروریات پکې وو موږ ته را کړۍ او بیا ېې د هیات رهبری سره او استادانو او همصنفانو سره چې ډیرۍ ې هندوان او لږ نور ېې مصریان بنګلهدیشیان - نيپالیان - ملیزیایان - کینیا یان - حبشیان - نایجیریایان او موږه افغانان وو معرفی کړي یو ، هندوستان تر بل هر هیواد نه په نړۍ کې لوړ تحصیل لرونکي او ډیر پوه وطن پرست افسران لري ( ما په افغانستان - شوروی - روسیه او لندن ) کې تحصیلات کړي خو د هندوستان درسونه او سویه هیڅ چیرې نشته دهندوستان تحصیلی سویه ډیره لوړه ده ، زموږ سره ېې همیشه لکه د خپل هیواد دافسرانو په څیر برخورد کړۍ دی ، ما په وار وار د افغانستان وزیرانو دفاع ته ویلي دي چې همیشه افسران دیوه لوړ کانکور ورسته البته چې انګلیسې ېې فوق العاده زده وې او په انګلیسي او ساینس کې ۱۰۰ نمری ولری هندوستان ته ولیږۍ ترڅو موږ ته( چپ ) زده کړۍ البته نه چپس ، بلکه ( چپ ) مایکرو الکترو تخنیک او کمپیوتر ساینس خاصتا په نظامی برخو کې ، هندوستان نن اتومی بمونه جوړوی - قاره پیما راکټونه جوړوی - ډول ډول درون تخنیک او وسلې - جټونه او هلیکوپترونه - او د طیارو ضد سر شانه ېې را کټونه او ټوپچي - ( خاصتا اباټ تانک ) د هندوستانه دافغانستان اوردو ته واخلۍ زموږ وسله وال پوځ په هندی محاربوی تخنیک سمبال کړۍ ، اګرچه ډیر ناوقته دی خو بیا هم په حدود ۱۰ بلیونه ډالره نظامی قرارداد ورسره امضا کړۍ ، تر څو زموږ سربازان او افسران زموږ داخلي دشمنان په ډیر کم وخت کې وځپي او د خاورو خمیر ېې کړي ، تر هندوستان بل ښه هیواد موږ ته نه شي پیدا کیدلای

ژوندۍ او تل پاتې دې وي د افغانستان او هندوستان دوستانه او بې غرضه دوستي .


May 21st, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات